IQNA

 د قرآن د تلاؤت هنر/8

د مصطفی اسماعیل  په تلاؤت کې په زړه پورې اندازه

14:34 - November 12, 2022
د خبر لمبر: 3486447
ایکنا-(تهران) مصطفی اسماعیل  اکبر القراء(ترټولو لوي قاري)نومل کیږي،ځکه چې له ځانه ئې  د قرایانو په لیسټ کې د قرائت پر موضوع   ډيرې اغیزې شیندلې دي.. دغه اغیزې تردې حده وې چې له کلونو کلونو تیریدا ورسوته ،دهغه تلاؤتونه او سټایل،د قاریانو او د قرآن د ډيرو مینه والو دتوجه وړ ګرځیدلی دی.

 د مصطفی اسماعیل په باب باید ووئيل شی چې  هه د قرآن دتفسیر دوه پړاؤنه ،د الازهر له یو شیخ سره تیر کړي دي او  دهغه په تلاؤتونو کې  دآيتوو پر تفسیر دغه تسلط  په پشپړ ډول  مشخص دی. لوستل ئې  ممکنه ده ډير خوندور  ونه بلل شي،خو دهغه تلاؤتونه  له خوندونو او له معنا ډک دي، او باید  دغو تلاؤتونو ته  د یوه تفسیر نامه ورکړل شي. د مصر دغه مشهور قاری  د قرآن کریم پخپلو تلاؤتونو سره آوریدونکي  حیرانول او په خود کې به راتلل.

د مصر یو څيړاند پخپل کتاب کې ثابته  کړې ده چې  مصطفی اسماعیل  دقرآن کریم  دوه پنځوس زره ساعته  تلاؤت کړی دی. مصطفی اسماعیل  د قرآن کریم ځينی سورېډيرې زیاتې او څو څو ځله تلاؤت کړي دي. د مثال په توګه ؛ د تحریم سوره ئې اویا ځله تلاؤت کړې ده او د پام وړ ټکی دا چې په دغو کې هر یو تلاؤت د بل په انداز نه دی،البته ددغو ټولو تلاؤتونو روح یکي یو دی.

پر دې اساس مصطفی اسماعیل  د هرې یوې سورې د تلاؤت لپاره خپل خاص پلان درلود، داپه داسې حال کې دی چې د مصر د ډيرو قاریانو تلاؤت تکراری او همیشنی دي

که څه هم  هرڅومره  چې د استاد عمر زیاتید، نو انداز ئې لاپیاوړی کید. د هغه دعمر په وروستیو شپو ورځو کې هم  دغه خداي بخښلي،کهف سورې تلاؤت وکړ او  وروسته کور ته لاړ او له دنیا ئې سترګې پټې کړې،یعني دا چې د خپل عمر تر وروستۍ ورځې پورې ئې تلاؤت ته مخه کړې وه.

کله چې مصطفی اسماعیل   کابو شل کلن ؤ،نو په یوه مجلس کې ئې د قرآن تلاؤت کوه، د مصر د هغه وحت یو ډير لوي موسیقي پوه  ؛درویش حریري، مصطفی ته وائي،تا  دغه  الحان  څرنګه زده کړې دی؟، مصطفی اسماعیل  ورته په ځواب کې وائي،هڅه مو کړې ده،هغه ټولې موسیقۍ  او آهنګونه چې مې آوریدلي دي یاد کړم  او له خپل انداز او سټایل سره  پرتله کړم: 

  د قرآن  یو مخکښ  قاری او استاد  محمود امیني وائي؛انسان ډير حیرانیږي چې  مصطفی اسماعیل  پخپل کابو اویا کلن عمر کې څرنګه وتوانید، په ابوالعلا جومات کې په یوه ساعت او ۵۶دقیقو کې د حجرات،قاف سورو تلاؤتونه  وکړي. دغه تلاؤت   نړۍ د قرآن د قرائت  دتاریخ یو بې بدیله شاهکار دی.

captcha